Showing posts with label عبدالحميد بابا. Show all posts
Showing posts with label عبدالحميد بابا. Show all posts

Friday, February 24, 2012

دې باغ ته د د نيا داسې انسان را غلې نه دې

دې باغ ته د د نيا داسې انسان را غلې نه دې
چې بيا ترې په افسوس او په ارمان وتلې نه دې

ليکن هغه نيکا ن نۀ لری هيڅ په زړه ارما ن

چې نفس ئې د ګناه په نجاست لړلې نه دې

او بل هغه زلمې چې ئې خدمت دوطن کړې

تکليف د قام د پاره ئې تکليف ګڼلې نه دې

که تۀ هم ارزومندئي چې دې پاتې ارمان نۀ شی

ژوندون ته د دنيا دې جاود ان و ئيلې نۀ دې

نو پا سه اې پښتونه څۀ خدمت د وطن وکړه

غدار دملک وقام چا په انسان شميرلې نه دې

نور خوب دبې غمۍ مۀ کوه پا سه رابيدار شه

چاخوب دبې غمی کښې څه دولت مُندلې نه دې

دناستې په دُعا کښې دې اثر نشته تر هغې

په ملا چې کمر بند دې د عمل تړلې نه د ې

په غار کښې پروت زمرې دشل ګيدړسره يوشان دې

تر څو چې په ځنګل کښې دې په ښکار وتلې نه دې

مجنو نه دليلی زلفې به درنۀ شی په ﻻس

تر څو چې ورپسې دې بحروبرکتلې نۀ دې

ستاﻻفې دروغژنې دی په فن دعاشقۍکښې

چې سر دې په تيشه لکه فرهاد وهلې دۀ دې

بازی چې ئې دسرنۀ ده پۀ ډيس دعمل ايښې

هغه کس چرې داؤدکاميابۍ ګټلې نۀ دې

کوم قام ته چې خپل مال وسر خواږه وی له عزته

هغه په منا ر و د تر قۍ ختلې نۀ د ې

کوم باغ چې نهال شوې د محنت په خولو نۀ وی

په سيوری د آرام ترې چا ثمر خوړلې نه دې

يوعلم بل هنردې چې وطن پرې پورته کيږی

بې علم وبې هنره چا ﻻئق بللې نۀ دې

د علم ترقی کيږی هميش په خپله ژبه

ماڅوک په پردۍ ژبه بهره مندليدلې نۀ دې

خدمت د خپلې ژبې لوئې خدمت دملک وقام دې

د ښمن د خپلې ژ بې زمانې پا للې نۀ د ې

نشان دپښتنوبه نۀ شی پورته په دنيا کښې

تر څوچې دپښتو ژبې مغراج ليدلې نۀ دې

Tuesday, September 28, 2010

چۀ سړ ې له سړ ی کړ ی ددُنيا طمعَ

تل د او ښو په اوبو کښې لره تر مخ
په دغو اوبو کښې ليد شی د د لبر مخ
د يو سف د مخ ډ يو ه شو ه هله بله
چې ئې سُور کړو په څپيړو برادر مخ
له ميو ې دسيو ر ی ؤنه شا په شا وی
څو ئې نه که مخا مخ سره د نمر مخ
و هر چا ته به سر خ ر و يه لکه ګل شی
که په وينو سره و ينځی د ځيګر مخ
سياه ر و ی بې د ې د طمعې ﻻړه نه شې
څو پرې نه وينځې د صبر په کوثر مخ
چې تڼا کې د ګو هر لری په ﻻس کښې
هغه نه ګو ر ی په ځله د ګو هر مخ
عا قلا نو لر ه عيب هنر نما ئی د ه
ا ئينه تو ر ه بتۍ که د جو هر مخ
که د ښکليو پۀ دربار مخ رو ټی غوا ړې
ائينې غوندې کړه تور په خا کستر مخ
د حميد بو ا لهو سی نا کسی نه د ه
لټو ی په خپله و ر که پسې هر مخ

Wednesday, September 1, 2010

چۀ سړ ې له سړ ی کړ ی ددُنيا طمعَ

چۀ سړ ې له سړ ی کړ ی ددُنيا طمعَ
سړيتوب به ئې سپيتوب شی په داطمعَ
د هغو دَ حيا پښه مد ا م ښو ئيږ ی
چۀ ئې و ا خسته د نَس په هو ا طمعَ
د د انې په طمع بند آذاد ما ر غه شی
زر به ستا په ځا ن بلا شی په د اطمع
د هغو تر خه و يل شی دَ حق پا تې
چۀ ئې خُله کا ندی خوږه دَ حلواطمع
زر ئې رنګ دا شنايئ سره وران شی
چۀ پيد ا شی د ا شنا له ا شنا طمع
دَاوبو څاڅکې ئې دُرشی په سينه کښې
خو چۀ پرې کاندی صدف له د ر يا طمع
د شاهئ دګدايَئۍ تفاوت ورک شی
چۀ پو ر ه نۀ که بادشاه د ګد ا طمع
هيڅ علاج ئې دجهان پۀ حکمت نۀ شی
چۀ ئې سا ز ه پۀ وجو د کړ ی بلا طمع
پردې پريږده که په قطعه پلاراوموروی
د هيچا و چا ته مه شه پيد ا طمع
له دغې طمعې طاعون ښۀ دې حميده
چۀ کو ې د نَس دپا ره د چا طمع

Telawat Shah Azaad

via IFTTT