Showing posts with label حمزه بابا. Show all posts
Showing posts with label حمزه بابا. Show all posts

Wednesday, March 7, 2012

غـــــزل

لـويـيږي بـې طرفــه، چې بيــواکــه مې ګامــونـــه دي
دا د څــه نشـــه ده کـه مــې غــړند مـــرامـــونـــه دي

نشته هغـــه ســترګــــې تـصــــور بــه څـــه ځـــلا وکا
ست د مستــۍ نــه کا که پيــالــۍ دي که جامونــه دي

مــــړه به څه جواب کـوي، کـوه ورسـره څه چې کــړې
تــــا چې د ژونــــدون پرې لګولـــي الــــزامـــونـــه دي

زه چې له خيالـــي جهانه والوتمــــه پــورتــــه شــوم
دلتـــه خو يــو زه يم نه دانــــه شتــه نه دامـونــــه دي

اوس به په لټـــون يم د پښتــــون چې رابيدار يې کړم
ورک زمــــا له مخــې د انـســـان واړه قــامــــونـــه دي

راز يــې په کثرت کښې د وحدت له يـــوه کيف ومــوند
بس يـــوه هـــوا ده بـې شمــــاره يـې بــامــونـــه دي

کــوم خوا ته چــې لاړم هـغــه تــــور د مـحبت يـمــــه
خلـقــــو راتـه تـــل کــړي له ورايـــه ســلامـــونــه دي

راشه که مې سر درته ټيټ نه شي پښتون هوډ لري
سترګـــو کښې مــې جمع درته ډېـــر احترامــونه دي

ستــا په هر انداز کښې حـمـــزه راز د ژونـدون ومونـدو
ستـــا په هـر يو نــاز کښې نـوي نـوي الهـامـونــه دي

Friday, September 17, 2010

زمـــــا زړه دې وي داغـــــدار ښــــۀ

زمـــــا زړه دې وي داغـــــدار ښــــۀ
ستـــا خالـــونه په رخســـار ښــــۀ

تـــۀ رنـګ رنـګ جـــــوړوه زلــفـــــې
زمـــــا عــمــــــر دې پــه دار ښــــۀ

تۀ په سترګو کښې مسکۍ شـــه
ښخ زمـا په زړۀ کښې خــار ښــــۀ

ګلـــــه تــــا بـهـــــر تــــه بـــــــوزي
لــــه ريـبـــــاره نـــوبــهـــــار ښــــۀ

نـن دې کـــــــړې دنــداســـــــه ده
اور دې بــل په هر ګفتــــــار ښــــۀ

تــه چې لږ پــرې خوشحــالــــېږې
غم زمـــــا په سر بسيـــــار ښــــۀ

د وصــــال پـه شپــه تلــــــوار کړې
دے تلـــــوار دې له تلـــــوار ښــــۀ

وعـــــده مــه کــــوه خـو راشـــــه
لـــه ګفتــــاره وي کـــــردار ښــــۀ

چې آشنــــا د چـــا طبيب شــي
هغـه درست عمـر بيـمـــار ښــــۀ

زۀ قـــــيــدي د رواج نــــــۀ يـــــم
ګـريبــان مې تـــار په تـــار ښــــۀ

تـــــۀ مــغــــرور او بــې نيـــــــازه
زۀ نيــازمند يمه خاکســـار ښــــۀ

ستــــا د وريځــو لـه دې ګونجـې
د تېرې تــــورې پــرهــــــار ښــــۀ

پــــه ژړا زمـــــــا ســــوالـــــونـــه
په خــــنــدا د تـــــا انـــکار ښــــۀ

شپـــه د وصـــل ســــروې قـــده
لـه وصـــــالـه دې رفتـــــار ښــــۀ

وس وصـــال دې ګلې مـۀ کــــړه
هــر يـو کار وي پخپــل وار ښــــۀ

تــــۀ زمــــــا د کــــور پــــــه لاره
او زۀ ستا د کـــور پــه لار ښــــۀ

ستــــا تـازه ښــېــــوې نازونــــه
د حــمـــزه تــازه اشعـــار ښــــۀ

Wednesday, September 8, 2010

د ســـاقــي د الـتــفـــات چـې بېــرته شـــوې مـيـخــانـــه ده

د ســـاقــي د الـتــفـــات چـې بېــرته شـــوې مـيـخــانـــه ده
د فـطــــرت پـــه خــله مې ځکه داســـې ځـــوانه تــرانـــه ده

لــږ دې هــوش ته خبر ورکــړه چې ځــان بچ کـړي له تيندکه
ګــوره دلتـــه پــه هـــر ګام کښـې،صـــراحــي او پيمانـــه ده

د ډيــوې وروستـۍ سـلګــۍ دې د بڼـو ځـمـبــار راويښ کــړ
زمــــــا ســــتـړيــــه انتـــظـــــاره،وس دې جــــوړه بـهانـــه ده

د زړو سترګـــو ليــدل وو،چې مې ځوانـې اوښکــې راغلـــې
مــعــلــومـــيږي چــې د مينـــې،لا نيــمـــګــړې افسانـــه ده

هــغـــه لــومــــه ستـــا د زلـفـــو،چې پـخــوا بـه وه دانــه ده
هــغـــه داغ د زړۀ مـــارغـــۀ تــه،اول خـــال وو اوس دانـــه ده

وس ليـمـــه زمـــونــږ د دواړو چې شـو مخ نــۀ ښـکته کــيږي
غــــېريت دے کـــه تکــميـــل تـــه،رســـيـدلــې يـــارانـــه ده

پـه تـقـديــر او پـه تـدبـيــر کښې د خـادم او مـالک فـرق دے
ســلســلـــه د ګــــوره زلــفــــو،مــــزينــــه پــه شــــانـــۀ ده

زمـــا زړۀ هــم هـغــه زړۀ دے خو اشنـــا چې تا قبـــول کــړ
هـــم هــغــه چـــاؤده کنجکه،وس چې ګــــورې دردانـــه ده

حـقـيـقــت تــه د وجـــود ئـې،يـــو لبــــاس دې وراغـــوستے
دا دنيـــــا چـې درتـــه ښــکاري د چــا خــپلـــه افســـانـــه ده

زۀ او يــار چـې سـره بيـل يـو،که مې کـــور وي خو صحــرا وي
زۀ او يــار چــې ســره کښينـــو،که صحـــرا وي خو خـانـــه ده

کـه ته هغــۀ شې چې ته ئې،تۀ هغــه نۀ شې چې نۀ ئې
نــۀ وختـــونــه غــلچکــي دي،نـــۀ شــوکمــــاره زمــانـــه ده

ستــــا غـــرض پـــرده کـول وو،لــه مئينـــو په محفــل کښې
مـــــرور شــولــې زمـــا نــه،څـنګـه ښــکلـــې بــهـــانـــه ده

نــۀ زغمــلے دے فـــراق شـي،شمــع رويــه نــۀ درتلے شـي
سـتـــا حــمــزه څــنـګــه حــمــزه دے،بــې وزرو پـــروانـــه ده

Sunday, September 5, 2010

ستــا د زلـفــو تـصّــور مې سلسلـه د غـــم اوږده کـــړه

ستــا د زلـفــو تـصّــور مې سلسلـه د غـــم اوږده کـــړه
اوس به ستــا بڼـو ته ګـورو،که کوتـاه ئې دا قصّـه کــــړه


زمــا اوښـکـو ســـوال کـولــو،يـو پـه يـو پـه ويــره ويـــره

چې پيدا ئې حوصله شـوه،يو نـاڅاپه ئې شيبـــه کـــړه


اے زمــا پريشانــه فکـره،تير له زلـفــو شه رخســـار تــه
هم په دې تورو تيرو کښې را پيـدا سپينــه غرمــه کـــړه


زما زړۀ ستـا پـه ککو کښې څه معيار د مستۍ جوړ کـړ

چـې دا ګـرد جـهــان ئـې يـــاره،يــوه تنـګـه دائــره کـــړه


د آشنــا کوڅـه کښې ښکاري،راته خپـل پخوانـي پلونـه
زۀ په خــود شـوم نـۀ پوهيږم،کـه غلطه مې کوڅه کـــړه


مـعـلـومـيـږي پس لـه دې شــوه،دروازه د تـوبـې پـــورې

نن ساقــي د ميخانې نه چـې راتـه پــورې دروازه کـــړه


چې تــا نـۀ وينــم کـوم ئې،چې تــا اووينــم شــړم ئـې
آشنــا تــۀ خـو زمــا نۀ شــوې،مــروره مـې تـوبــه کـــړه


دا خـــبـره خــو جـــدا ده کــه مــــا نـــۀ وي آوريــدلــــې

تا خـبـرې کـړې ناصـحـه،مــا بـه ورو ورو درتـه ښـۀ کـــړه


سپرلــي تيـــر نـۀ وو اے رنـده،تـا د زهــد سـامــان راوړو
د تسپـــو زنځـير دې بنــد کــړم،زړه وره دي تـوبـــه کـــړه


زۀ که مست ومه هـمــدمـه،خو کـوڅـه د ښکلي يــار وه

تـۀ زمــا پـه تمــاشـه وې،مــا څـه نــوره تـمــاشــه کـــړه


تا زما بې قرار زړۀ ته،چې سکون په عشق کښې ورکړو
کيميا ګر ئې چې په اور کښې،را حصــاره دي پــاره کــړه


دا سنــګار خو زوړ رواج دے،دا داغــونه پــه ښائست دي

سادګـي د حســن روح دے،آئينـې نه ورشــه زده کـــړه


تــا بـه تـل د دې ارمــان کـړ،يـار اودۀ په خواږۀ خـوب دے
حمــزه ولې پــه لـرزان شوې،وس راويښه حوصله کړه

Tuesday, August 31, 2010

څو چې بي دم شم راته ډيــــر ده زړګي دم راکـــوې

څو چې بي دم شم راته ډيــــر ده زړګي دم راکـــوې
عمر دې ډير شه چې آشنــا غــمــونـــه کم راکـــوې

سترګې دې ډکې شي چې اوګورې دې حال ته زما
ســاده آشنــا د غـــم د پاســه ولــې غـــم راکـــوې

څــو چې د يــــار د لبـــو ســـرو نــه روايت نۀ کــــوې
زړګيـــه ماتـــه څه پې کار که جـــام د جــم راکــــوې

اے پريشـــانــه د آشـنـــا د زلـــفــــــو فکــــره زمـــــا
ماتـــه کـــړۍ ئـې د دردونــو د هــــر خــــم راکــــوې

د خپـــل جمـــال رنګينـۍ ګورې اے نمرمخيا آشنــــا
ځکه سحـر کښې اشتــغــــال راتـــه د نـم راکــــوې

چې د نمــرمخيـو هيڅ تــلاش پــه دا چمــن نۀ کــوم
ځکه فطـــرت هــم د شبنـــم غونــدې د رم راکــــوې

ستـــا د کږو بڼو په غشـــو حـمــزه تيــر نـه خــوري
چې دې په زړۀ شي هر ګزار ورته سم سم راکـــوې

Monday, August 30, 2010

رنګين غوندې لمسون کړي شفق بېزې سترګې ستـا

رنګين غوندې لمسون کړي شفق بېزې سترګې ستـا
موجب مې د شبګير شوې سحر خېزې سترګې ستـا

دا څنګه بـې وفــــا شـوې پښـتنـې پس لــه وعــــدې
پيــغـــور هـم ټيټې نکړلـې انګــرېـزې سترګـــې ستــا

ســــرور او کيـفــيت مـې ستـــا له قهـره شي سېـــوا
مستــي د مـئيـو راکانــدي خــونرېزې سترګـــې ستــا

احبــاب مې رنګ ته ګوري سپين او سـور او زيړ او تــور
دا چــارې تـل په مــا کـوي رنګــرېزې سترګـــې ستـــا

حـــيران يــم د کــمـــترې دي د بــــاز که د شــــاهــين
زړګے په يــو نظــر ســره وړي تېزې سترګــــې ستــــا

مـــلکــونــه يــې د زړونـــو کـــړه تــالا پــه هـــر طـــرف
کاتـۀ څنګه معصـــوم کوي چنګــېـزې سترګـــې ستـــا

حـمـــزه بې نــواحۍ کښې څومـره ښــوږ دے کيفيت
وس نـه اوړي يو طرف هم غم انګېزې سرګـــې ستـــا

Friday, August 27, 2010

وم چې ارمــــانـي ئې د ليــدو اوس مې ليمـــه شـــو

وم چې ارمــــانـي ئې د ليــدو اوس مې ليمـــه شـــو
ګــــورم مخـامـخ ورتــه خـو چغــې کـړم چې څه شـــو

ستـــا شـوخــو، کتــو مــې نـه وې اوښـکـې پارولـــې
دا زمــــا ليمـــو کښې ستـــا نظـــر اوبــه اوبـــه شـــو

حســـن ئــې آشنـــا ستـــا د کـکــو را پيــدا نـــۀ کــــړ
څــه که هــر يو څاڅکے مې د اوښکـــو لکه زړۀ شــــو

نـــۀ چــې رانـــۀ لاړې زمــــا زړۀ دې ولـې پـريـښـــــود
څـه غضب دې اوکـــړو تصــّـور دې هم پـه تلــــۀ شــــو

خلــق په محفــل کښې ګوري يو بـل ته مسکــي دي
ذکــــر مې د چــا کړو د چـــا نوم زمــــا په خلــه شــــو

اے زمــــا مــاشـــوم ارمـــــانـه بـدې ورځـې پــريــــږده
يــــار دې اســـويلـــئ وه د هـــوس چه لاړو ښۀ شـــو

اوښکه چې د ذړۀ په تل کښې پاتې شوله ژوند شوه
څاڅکي چې ميشته شو په صدف کښې هله شته شو

ښـــکاري چــې صبــــا ورتــه 'شـميــم' د زلـفـــو راوړو
جـمــــع زړۀ پريـشــــان د شــوګـيــــرو لاړو اودۀ شـــــو

زړۀ دې کــه حـمـــزه وه يــو سـتــــانـــه د ارمـــــانــونــو
پريـږده که ستــانــه وه، خو ستــانـه وه چې ستـــا نه شو

Telawat Shah Azaad

via IFTTT