Wednesday, March 7, 2012

غـــــزل

لـويـيږي بـې طرفــه، چې بيــواکــه مې ګامــونـــه دي
دا د څــه نشـــه ده کـه مــې غــړند مـــرامـــونـــه دي

نشته هغـــه ســترګــــې تـصــــور بــه څـــه ځـــلا وکا
ست د مستــۍ نــه کا که پيــالــۍ دي که جامونــه دي

مــــړه به څه جواب کـوي، کـوه ورسـره څه چې کــړې
تــــا چې د ژونــــدون پرې لګولـــي الــــزامـــونـــه دي

زه چې له خيالـــي جهانه والوتمــــه پــورتــــه شــوم
دلتـــه خو يــو زه يم نه دانــــه شتــه نه دامـونــــه دي

اوس به په لټـــون يم د پښتــــون چې رابيدار يې کړم
ورک زمــــا له مخــې د انـســـان واړه قــامــــونـــه دي

راز يــې په کثرت کښې د وحدت له يـــوه کيف ومــوند
بس يـــوه هـــوا ده بـې شمــــاره يـې بــامــونـــه دي

کــوم خوا ته چــې لاړم هـغــه تــــور د مـحبت يـمــــه
خلـقــــو راتـه تـــل کــړي له ورايـــه ســلامـــونــه دي

راشه که مې سر درته ټيټ نه شي پښتون هوډ لري
سترګـــو کښې مــې جمع درته ډېـــر احترامــونه دي

ستــا په هر انداز کښې حـمـــزه راز د ژونـدون ومونـدو
ستـــا په هـر يو نــاز کښې نـوي نـوي الهـامـونــه دي

No comments:

Post a Comment

Telawat Shah Azaad

via IFTTT