Showing posts with label فيروز افريدي. Show all posts
Showing posts with label فيروز افريدي. Show all posts

Wednesday, March 14, 2012

چتی پشان پنجو کښې

چتی پشان پنجو کښې دا پورته آسمان مه نیسه
چرګ په شان وزر ډډ په دیوال او دالان مه نیسه

سوچ فکر احتیاط ځان سره مل کړه پسې منډه کړه
لاره کښې د غل په شک شریف د ګریوان مه نیسه

کانړی د کمال به د هنر په سیند کښې مومې

سترګې معجزو ته په طرف د اسمان مه نیسه

دلته د ژوندون هره لحظه به غنیمت ګڼې

دلته کښې په زړۀ کښې بې بنیاده ارمان مه نیسه

ته د خپل همت په محور وخت ته ګردش ورکړه

ځان خپل په مکان کړه څه امکان د زمان مه نیسه

توان دې ځما دل کړو د وحشت د حده تیره شوې

نور خو بې وسۍ زما شلیدلے ګریوان مه نیسه 
 
 

Sunday, March 11, 2012

راشه چه نن وکړو خوږې خبرې

راشه چه نن وکړو خوږې خبرې
خوند کوی ستا د سپینې خلې خبرې

نــــورې خبــــرې د بل چا څـــه کوم
وړې کـــــــوه وړې وړې خــــــبرې

ژبه د خلې د وه انــــــکار ونـــــــه کړې
د پښتــــــنې وی پښتــــــــنې خبرې

پوه شوم چه سوال د مینې نه شې کوې
ځکه په خلـــــۀ د نه راتلــې خبــــــرې

ګلـــــه انــداز د دلنشین غونــــــدې دې
کلــــه سکوت کلـــــــه کوې خبـــــــرې
 
ستا د خبرو نه خوند اخلې فېروز
جانانه ولې نه کوې خبرې
 
 

Wednesday, March 7, 2012

مـــــــروره

که ته لاړي مروره

زما واوره دا خبره

وخت به هغه شان تيريږي

د وخت ژرنده نه ودريږي

هم به هغه شان سپرلي وي

په هر خوا به رنګيني وي

هم سپوږمۍ به وي هم ستوري

هم پيتاوي او دا سيوري

بس يوه د زړه دنيا به

ويرانيږي خامخا به

وي هغه به زما جانه

خدائي مې مه کړه بې لتانه
 

Friday, August 13, 2010

چتی پشان پنجو کښ دا پورته آسمان مه نیسه

چتی پشان پنجو کښ دا پورته آسمان مه نیسه
چرګ په شان وزر ډډ په دیوال او دلان مه نیسه

سوچ فکر اختیاط ځان سره مل کړه پسے منډا کړه
لاره کښ د غل په شک شریف د ګریون مه نیسه

کانړی د کمال به د هنر په سیند کښ مومے
سترګے معجزو ته په طرف د اسمان مه نیسه

دلته د ژوندون هره لحظه به غنیمت ګنړے
دلته کښ په زړۀ کښ بے بنیاده ارمان مه نیسه

ته د خپل همت په محور وخت ته ګردش ورکړه
ځان خپل په مکان کړه ځه امکان د زمان مه نیسه

توان د ځما دل کړو د وخشت د حده تیره شوے
نور خو بے وسئ زما شلیدلے ګریوان مه نیسه

د ارمان څلے


د روښانه سباوون په تمه تمه
د ژوند تورې تورې شپې سبا کومه
ډير په لوړو او ژورو ګرځيدلے
د ښه عمر په لټون کښې سر وهلے
د يخ سيوري د دمې په تمه تمه
دژوند دروند پيټے مې ډير په اوږو وړے

د کور غولي کښې مې ګل تصور کړے
د بورا په څير ګلو نو پسې تللے
د ارمان د باغ په خوب پسې وتلے
د دنيا د ګوټ ګوټ شګې مې چاڼ کړي
د سراب ابـــــه مې ډير ځله ګوټلي
د خيالي پلاؤ شخوندونه مي وهلي

خدائي بيشکه چې مدد د هغه چا کړي
چې د ځان مدد پخپله خا مخا کړي
اوس که هر څه ځان نه مخکښې وروستو وينم
د ليلې د پينزيب شرنګ نه اورم کوڼ يم
د بنګړو شور اورديلو نه معذور يم
سره او شنه راته اوس نه ښکاري که ډير دي
د رنګونو تميز نه کيږي شمکور شوم

د زړګي چمن ويجاړ شو بې بهاره
حس د ګل د نګهت نه لري بيزاره
نه د مست بورا مستي نه بلبلان شته
نه چمن کښې نور څه خوند شته نه ګلان شته

د ټول عمر په محنت مې که ګټلي
د ځوانئ رنګين وختونه مې بائيللي

غــــــــزل ...

مونږه هر چا ته پيرزوئينې د زړګي ورکوو
مونږ نازولو ته په نياز کښې زندګي ورکوو

د نفس حاکم ته سلامي چې شوه د ذات باچاهي
خود به خيراج کښې اوس د ګل غوندې ځواني ورکوو

ځان له څه نه غواړو تل بل ته دعاګانې کوو
په يو کچکول کښې فقيري او بادشاهي ورکوو

مونږ عجيبه غوندې مزاج د مې خوارانو لرو
ځان له پياله کښې نيستي ډوبه کړو مستي ورکوو

فيروزه مونږه د هغو خلکو په ډله کښې يو
د بل په سر کښې تل په خپله قرباني ورکوو

فيروز افريدي

غزل

ستا یادونه دي او زه يم
بل اورونه دي او زه يم

نورحاجت م د چا نیشته
ستا غمونه دي او زه يم

زړۀ م پانړې پانړې رپی
تند بادونۀ دي او زه يم

دا مې برخه ازلي ده
تيندکونه دي او زه يم

نور مې مه زوروه خدايه
تل جنګونه دي او زه يم

جولئ تشه مې نيولې
بس سوالونه دي او زه يم

فيروز افريدي

Telawat Shah Azaad

via IFTTT