د روښانه سباوون په تمه  تمه 
 د ژوند تورې تورې شپې سبا کومه  ډير په لوړو او ژورو ګرځيدلے 
 د ښه عمر په لټون کښې سر وهلے    د يخ سيوري د دمې په تمه  تمه  
 دژوند دروند پيټے مې ډير په اوږو وړے   د کور  غولي کښې مې ګل تصور کړے 
 د بورا  په څير  ګلو نو پسې تللے  د ارمان د باغ په خوب پسې وتلے 
 د دنيا د ګوټ ګوټ شګې مې چاڼ کړي  د سراب ابـــــه مې ډير ځله ګوټلي 
 د خيالي پلاؤ شخوندونه مي وهلي  خدائي بيشکه چې مدد د هغه چا کړي  
 چې د ځان مدد پخپله خا مخا کړي  اوس که هر څه ځان نه مخکښې وروستو  وينم 
 د ليلې د پينزيب شرنګ نه اورم کوڼ يم  د بنګړو شور اورديلو نه معذور يم 
 سره او شنه راته اوس نه ښکاري که ډير دي  د رنګونو  تميز نه کيږي  شمکور شوم 
  د زړګي چمن ويجاړ شو بې بهاره
 حس د  ګل د نګهت نه لري  بيزاره 
  نه د مست بورا مستي نه بلبلان شته  نه چمن کښې نور څه خوند شته نه ګلان شته 
  د ټول عمر په محنت مې که ګټلي
د ځوانئ رنګين وختونه مې بائيللي
 
 
 
No comments:
Post a Comment