Showing posts with label ټپې. Show all posts
Showing posts with label ټپې. Show all posts

Thursday, February 2, 2012

ټپی

دا سربازي نه ده نو څه دي
سر په تلي کښے دجانان کوڅے له ځمه
ياران به ټول سره يوځائ وي.
زه په پردي وطن کښے اوښکے تويه اؤمه.
ځماځواني ورته لوګې کړې.
جينۍ دمخ نه لوپټه لرې کوينه.
رازه رازه چې مينه اوکو.
زړه مِ سينه کښے شرمول راغستے دينه

راشه په سترګو کې مې خوب شه
ِِِِ زه شوګیرو د بېلتانه وهلی یمه
زما او ستا چې پرې وعده وه
  بیګا په هاغه ځای کې اور ولګېدنه
بدن مې خپل کټ کې ویده دی
  آروا مې ستا په کټ منګولې لګوینه
 
د سپینې خولې تن راته کیږده
که د چړو په څوکو لار وي دربه شمه

Wednesday, August 25, 2010

ټپې

په تلو راتلو زياتيږي مينه

کله راځه کله به زه درځم مئينه

بارانه ورو ورو پرې وريږه

وړې وړې جينکې غره ته تلي دينه

آخر به خاورې شې بدنه

ډېر په غرورا و کبر مه ږده قدمونه

ستا به دې تشې خولې خنداه وه

زه به دې مخکښې د نوکر په شانتې تلمه

په زنکدن دې ژبه بند شه

ما ته دې ټول عمر دروغ وئيلې دېنه

ځما ده غاښ په امبور اووزې

که ما ده ستا زنه ته زور ورکړې وينه

اول مې يار وې اوس اغيار شوې

په خپله خوار شوې چې دې ما ته خوارکتنه

ښار دې لندن ورته لږې شه

د وطن شاړه په يورپ نه بدلومه

Saturday, August 21, 2010

ټپې

باز مې د سر د پاسه ګرځي
د زړه کونتره مې هوا ته نه پريږدينه

تا خو په يو تهمت رنګ زيړ شو
ځه ده تهمت رسئ په غاړه ګرزومه

ديدن ده ګلو غنچه نه ده
چه ده رېبار په لاس يې يار لا وليږمه

بيلتون په هر چا ميلمه کيږي
په زما چې راشي تيروي مياشتې کالونه

جانان په جنګ کښۍ توره وکړه
ما ته همځولي په تندې سلام کوينه

په اباسين باندې لاهو شي
ماته دې ټول عمر دروغ وئيلي دينه

نه به انځر ده ورځې ګل شې
نه به ځما زړګې ده غمه خالي شينه

په قيامت کښۍ به دې غواړم
په دې دنيا دې ظالمان نه راکوينه

ده مسافرو دې خدائي مل شې
يا به نهر وې يا به سپو خوړلې وينه

Tuesday, August 17, 2010

ټپې

که ملاکنډنه پريوزم خير دې
ستادنظره مِ دِ خدائې نه غورزوينه
دهرچاځان ځان له اَرمان وی
دچاپوره دچانِمګړې پاتې شينه
ارمان ځماخاورې ايرې شو
لکه چې خاورې شی خزان کښې سره ګلونه
بيوفا هله راته وايه
چې ته لوګې شې زه لمبه نشم مئينه
ماته په مينه مينه ګوره
چې غمازيانو باندې بل شی سره اورونه
اور دهجران راته بليږی
دزړه قطرې ورباندې رو رو پخؤمه
دهشنغر دميرو ګله
کړې مِ څله د ديدن اوږې دِ يمه
دهشنغر دميرو ګله
لاره چې بئيله رانه نه کړې مړ به شمه
کړی لوظونه دِ ټول هير کړل
چې په نکريزو باندِ سره دِ کړل لاسونه
په ځان مِ شک شی جوړ مئين شوم
چې څوک درګوری په ما بد لګی مئينه
زړه مِ په تا باندِ مئين دې
تمامه ورځ ستا د راتلو لارې سارمه
زړه صبرؤم کله صبريګی
تاچۀ شراب دبې صبرئې راکړی دينه

Telawat Shah Azaad

via IFTTT