Showing posts with label غنی خان. Show all posts
Showing posts with label غنی خان. Show all posts

Thursday, March 1, 2012

غنی خان) ---ای زمـــــــا وطنه)

ای زمـــــــا وطنه د لعلونو خــــزانې زما
                         ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما
ستا سر چې وي ټيټ نو به زه شان او شوکت څه کړمه
ته چې خوارو ځار يې زه به مال او دولت څه کړمه
ته چې وران ويجاړ يې زه به خوب او راحت څه کړمه
                           مسته به دې خاوره کړم په مينه مستانې زما
                                                                              ای زما وطنه
عقل مې ايرې شه ستا لپاره د فکرونو نه
سترګي مې قربان شه ستا لپاره د سوچونو نه
ځار شمه قربان شم ستا د خاورو د کورونو نه
                             ستا زړه کې پرتې دي ټولې تلې زمانې زما
                                                                              ای زما وطنه
يا به دې زه سيال کړمه وطنه د جهان
يا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړمه ځان
ځان به دړې وړې کړم خو تا به کړم ودان
                              نر يمه، پښتون يم تاته يادې  افسانې زما
                                                                              ای زما وطنه

Saturday, August 14, 2010

د غنی خان دعا

خدایه! ستا وړه دنیا مې نه ده خوښه
ماله راکړه په خپل لوی جهان کې برخه
چې کوم ځای کې بي ګناه ګنهکار نه وي
چې کوم ځای ژبې چړې د اغیار نه وي
چې کوم ځای کې وي بي حس زما احساس
چې کوم ځای صبر زړګی وي او تش لاس
چې کوم ځای کې فریاد نه اورم د کونډو
ماشومان یا په ټوکړو پسې په منډو
چې کوم ځای کې نه مزه شته نه قانون
نه عشقونه، نه وصلونه، نه بېلتون
چې کوم ځای کې وازي سرتګي نابینا وي
چې کوم ځای کې یو شان نن، پرون صبا وي
چې کوم ځای کې پادشاه وي که ملنګ
یو یې تخت یو یې وي تاج یو یې پالنګ
جې کوم ځای کې مال اولاد دوستي بیکاره
چې کوم ځای کې نه کاروان شته او نه لار
ستړې سترګي مې کړه پټي یا الله
زما خوښه نه ده ستا وړه دنیا

غنی خان

چاله شـــراب ورکړی چاله ســرې ویــنې د جام.
چـــالــه خـــــربـانــو د پـاره چــالـــه ګـــل انـــدام
څــوک پـــه ادیـــله بانـــدِ پـری د ماچین واخلی
څـــوک پــه چواړئ پـــسې دنیــا کانــدی تمامه
چـــاله خــــه څــــربــــه خـــوږه بـــوجئ لـکه د ګړې
چـــالـــه یـــخه پــــخه شیـــخ ړوکـــئ د اوبو مړې
چــــالــــه د لـــــولـــکــې په شان چسته اؤ رنګینه
چـــالـــــه د ګـــونـګټـــې پـــه شــان توره اؤ مهینه
چــــالـــه قتــقتـــئ کـــوکـــاری کـــړکـــه زړه چرګه
چـــالـــه غـــونډه مــونـډه مستــه تکه سپینه ګرګه
چـــــالــــه داســـې ستـــغـــه لـــکـــه اوچـــه بکیاڼه
چــــــالـــــــه ډوبــــه مســـتـــه لــکه نوې دوک بیاڼه
چــــاکـــره صـــابــــره کـــورودانــــه درنـــــه مــــیښه
چـــاکــــره سیـــمه کؤترئ په هر چا چې شوه پیښه
چـــــاکــــــره چــــلــی د چــــلــی لــــوړه بـــده مـــکاره
چـــــــاکـــره کــمتــره چـــې هــم ښــځــه وی هم یــاره
چــــالـــه زړه خـــــره بیــخـــونــده بـــې نـــوره پـواړه
چـــــالـــــه لـــــکـــه ســــروه د خــنـــدا ډکـــه اولاړه
چـــالـــه ښـــه تـــرســـکونه چـــالـــه ښه خوږه حلوا
یـــولـــه د نـــیمبـــو اچـــار اؤ بـــل لــــه مــــــربــــه
یـــولـــه خـــمبـــیره ډوډئ پـــړســمنه پســته نرمه
بــــل لـــه د مســـورو پـــیتـــی ګــرمـه ګرمه ګرمه
ورکــړه دقسـمـــت دی چـــالـه ډیـــره چـالـه کـمه
خدائ دِ هغه درکړی چې وی ستا په شونډو سمه

Telawat Shah Azaad

via IFTTT