Tuesday, September 14, 2010
ځه خو سپرلئې ستا د خند يدو ده پاره غواړم
Thursday, September 2, 2010
چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشی
چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشی
چېرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشی
راشه مظلوم زړه مې په يو نظر يوه لمبه کړه
چې په ظالم زړګی دې پاتې ارمانونه نشی
بيا د جنون مستی ځوانی غواړی د مستې مينې
بيا چېرته خيال د تورو زلفو ځنځيرونه نشی
په دُعاګانو مې د خوږ زړګی دردونه نه ځی
څو چې ښېرې د شونډو تړم ټکورونه نشی
وړې مې د روح جنازه چېرته د خندا په اوږو
په وينو سره دې ترې شينکی شينکی خالونه نشی
د نظر غشی مې په زړه باندې په پام اوروه
چېرته زخمی پکې دا ستا نازک يادونه نشی
خاموشې شونډې مې لوستې بيدارېدې ويل يې
اورونه مه چېړه لوګی دِ پرې فکرونه نشی
وې دا دنيا اې د (سائل ) قلمه مه لړ ز وه
دفريادی اوښکومات ستوری تندرونه نشی
Saturday, August 28, 2010
.پښتون يمه
خوښ د پښتونخواه په ميکتون يمه .....................پښتون يمه
خاورې به مې م وايي چې پښتون يمه .................پښتون يمه
ته په سور سالو کې لکه ګل نغښتې راغلې يې
سود مې په بل نه شي خپله يو بڅری خاوره هم
مړ به يم خو هر د زړه پرهر به مې خندا کوي
زه ورکېدی نه شم د جانان د جبين لمر يمه
زه د بل نه تمه د سزا او قضا نه کوم
مونږ سندرې نه وايو محبوبې د پردو سترګو
سپک نظر يې هم سترګې درندې شي چې راوګوري
تل پکې د ژوند د ازادۍ سندرې اړوم
زه تاريخ د خپل ادراک او خپلې فلسفې لرم
چاته دې څوک نه وايي ما ټوله دنيا پېژني
منمه چې وخت له خپلې پاڼې شوکولی يم
دا چې دې همه دنيا خوړلی وخت په وخت يمه
وخته که تا نن په خپله خاوره رېژولی يم
داسې پامته دارهم د سپرلي دموسم نه يمه
ما به دحالاتو پېچ و خم نه کړي ادل بدل
بل خوا تللی نه يمه په خپل وطن کې ورک يمه
وخته ځه ته ښه لوبې په زړه د (سائل ) وکړه، خو
-
Der Hussan Parast Ym Sajda Ba Rana Olagi, Makh Pa Palaw Pat Ka Pa Imaan Me Lobi Ma Kawa ************************************************** ...
-
داسي سر ببر سيري گريوان ته به مي نه گوري نن كه په جرا يم ما وختونه خندولي دي لخکرو تہ جرگو تہ آو جھنڈو تہ خاجت نشتہ۔۔۔ پہ شمار سڑی ...