Thursday, September 2, 2010

چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشی

چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشی

چېرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشی

راشه مظلوم زړه مې په يو نظر يوه لمبه کړه

چې په ظالم زړګی دې پاتې ارمانونه نشی

بيا د جنون مستی ځوانی غواړی د مستې مينې

بيا چېرته خيال د تورو زلفو ځنځيرونه نشی

په دُعاګانو مې د خوږ زړګی دردونه نه ځی

څو چې ښېرې د شونډو تړم ټکورونه نشی

وړې مې د روح جنازه چېرته د خندا په اوږو

په وينو سره دې ترې شينکی شينکی خالونه نشی

د نظر غشی مې په زړه باندې په پام اوروه

چېرته زخمی پکې دا ستا نازک يادونه نشی

خاموشې شونډې مې لوستې بيدارېدې ويل يې

اورونه مه چېړه لوګی دِ پرې فکرونه نشی

وې دا دنيا اې د (سائل ) قلمه مه لړ ز وه

دفريادی اوښکومات ستوری تندرونه نشی

3 comments:

  1. Salaam Kaliwala, sanga ye, diar kha blog de shuro karay, zama kho dair khwakh sho, daira daira manana

    ReplyDelete

  2. وړې مې د روح جنازه چېرته د خندا په اوږو

    په وينو سره دې ترې شينکی شينکی خالونه نشی

    د نظر غشی مې په زړه باندې په پام اوروه

    چېرته زخمی پکې دا ستا نازک يادونه نشی

    Diar Kha...
    Kaliwala, koshish kawa che da blog rozana update kay...

    ReplyDelete

  3. زمابلاګ ته په راتلو ډيره مننه،
    زه به خپل کوشش کؤم

    ReplyDelete

Telawat Shah Azaad

via IFTTT