Saturday, September 4, 2010

په ښه خوئی له بد خواهانوبې پروا يم

په ښه خوئی له بد خواهانوبې پروا يم
په نر مۍ لکه اُ به دَ ا و ر سز ا يم
و َهر چا ته په خپل شکل څرګند يږ م
آ ئينه غو ند ِ بې ر و يه بې ر يا يم
قنا عت مِ تر خر قې لاندِ اَ طلس د ې
پټ ددرست جهان بادشاه ظاهر ګدايم
دغنچې په څير پۀ سل ژبوخاموش يم
لکه بوئی هسې په پټه خُله ګويا يم
په ژړامې دخپل يار ديدن حاصل کړو
د شبنم په څير د ګُل سره يکتا يم
هم په دا سپينو جامو به معلوميږم
لکه اَبر هم ګو هر يم هم دريا يم
دراز عُمر مې حا صل شو له راستۍ
لکه سَر وَ مُدام سبزو تازه پا يم
که چا لار د َعاشقئۍ ده ورکه کړې
زه رحمان د َګمراهانو رهنما يم

No comments:

Post a Comment

Telawat Shah Azaad

via IFTTT