Showing posts with label دولت لواڼي. Show all posts
Showing posts with label دولت لواڼي. Show all posts

Friday, February 3, 2012

چې مې ډيرډير يادؤودلبرمې بياموند

چې مې ډيرډير يادؤودلبرمې بياموند               
لکه تږې متسقی کوثر مې بيا موند               
                مخلو قا ت  ئې  د جها ن  واړه  ثمر  د ی
                هسې لوئې بې حدباقی شجرمې بياموند
 يوۀ  نوم  راته  ښکاره  که  مخ  څو ځايه               
چې مې يوځائې وپيژنداکثرمې بياموند               
                د  ا سفر  هسې  حجاب   ؤو له  ا کبر ه
                چې اصغر مې که نفی اکبر مې بياموند
 د ړانده  په  دود  حيرانَ  په   تيا ره  کښې                
تر خورشيد تر ماه تابان ګوهر مې بياموند               
                نندار ه د  دواړو کو نو په   نفس  کښې
                هر  سبا بيګا  کوم   بصر  مې  بيا مو ند
 ظا هر ی  افتا ب  رڼا ځنې  قرض  ا خلی               
بې زواله پاک روښان خاور مې بياموند               
                د ا فقير د ولت  به  تل  ثنا د دۀ  کړ م
                ترمادرپدر مشفق دوار مې بياموند

Wednesday, February 1, 2012

عجب باغ دې دوحدت چې ګل ئې نشته

عجب باغ دې دوحدت چې ګل ئې نشته
يادرست ګل دې شګفته  بلبل ئې نشته
هسې شا ن شا هد به  چاليد لې  نه  وی
څړه مخ  د ې ښا ئسته کا کل ئې  نشته
 نه د چا وته  څرګندنه  له  چاپټ  دې
بې سران  ئې  ديدن کا حائل ئې نشته
له  بدنه  سره  تګ په دا ﻻر ګران  دې
چې بې ځانه قدم ږدی مشکل ئې نشته
بر ا بر  و ر ته کا ته  له  شر مه  نه  شی
نرګس  سترګې  غړوی  څښل  ئې نشته
په دا لوئ درياب کښې ګډشه که سربازئې
چې  پايان ې  څرګند نه- ساحل  ئې نشته
 هر  مراد چې د چا وی  هغه  به  مو  می
د رحمت  در  دې کشاده  سائل  ئې نشته
چې  کا مل  مکمل  نه  لر ی  د و لته
که زرکاله بندګی کا حاصل ئې نشته

Telawat Shah Azaad

via IFTTT