Wednesday, February 1, 2012

عجب باغ دې دوحدت چې ګل ئې نشته

عجب باغ دې دوحدت چې ګل ئې نشته
يادرست ګل دې شګفته  بلبل ئې نشته
هسې شا ن شا هد به  چاليد لې  نه  وی
څړه مخ  د ې ښا ئسته کا کل ئې  نشته
 نه د چا وته  څرګندنه  له  چاپټ  دې
بې سران  ئې  ديدن کا حائل ئې نشته
له  بدنه  سره  تګ په دا ﻻر ګران  دې
چې بې ځانه قدم ږدی مشکل ئې نشته
بر ا بر  و ر ته کا ته  له  شر مه  نه  شی
نرګس  سترګې  غړوی  څښل  ئې نشته
په دا لوئ درياب کښې ګډشه که سربازئې
چې  پايان ې  څرګند نه- ساحل  ئې نشته
 هر  مراد چې د چا وی  هغه  به  مو  می
د رحمت  در  دې کشاده  سائل  ئې نشته
چې  کا مل  مکمل  نه  لر ی  د و لته
که زرکاله بندګی کا حاصل ئې نشته

No comments:

Post a Comment

Telawat Shah Azaad

via IFTTT