Showing posts with label اباسين يوسفزۍ. Show all posts
Showing posts with label اباسين يوسفزۍ. Show all posts

Saturday, August 14, 2010

پۀ دغه مينه مې زره چرې باؤر نۀ راځی

پۀ دغه مينه مې زره چرې باؤر نۀ راځی
هر ځلې کلکه وعده ؤکړی خو اکثر نۀ راځی

راته ې ؤوئېل نن څۀ ډېر پۀ ژړؤنی اواز
نکريزې مۀ راؤړه،دې کلی ته اختر نۀ راځی

زړګے مې خوږ دے پۀ قلار شه سر مې مۀ خوږوه
نؤی مئين لره واعظه عقل زر نۀ راځی

دَ رب دَ پاره پښتنو ځانونه ؤپېژنۍ
ستاسو لپاره خو به ځانله پيغمبر نۀ راځی

لکه غوړاسکے مې دَ زړۀ پۀ تيګه ؤټوکېدو
دَ محبت نه دَ خلاصونی رو ګودر نۀ راځی

غزل ===== اباسين يوسفزۍ

کړي خوشبويانې چې هر څوک په دغه لاره راځي
مالــــه جانان د ســـرو ګلونـــو لـــه ګلــــزاره راځي

ستــــــا د خوږو خوږو خبـــرو جـــادو نۀ مــاتــــووم
ګنـــي خبرې کــول مـــاله هــــم بې شماره راځي

يـــو د فطـــــرت لـــه مخه بـــل د رياضت لــه مخه
مينـــــه يــــو دم راځي او عقــل په قـــــــلاره راځي

پـــه مـــحبت کښې د لفظـــونــو معنې کمې ګڼم
مالــــه چې مينـــــه راځي مالـــه بې اظهاره راځي

دا به ښۀ نۀ وي چې په سترګو کښې خبرې وکړو؟
واللّه چې اوس رالـــــه نـــور شرم لـــه رېباره راځي

په محبت کښې مې د سر د بائېــلات وېره ښکاري
چې اوښکې وچـې شي پسې د وينـــو داره راځي

هر څۀ به پريږدمـــه خـو مينــــه پريښودل نــه کيږي
دې کښــې يــوې نه بلـــه څړيـــکه مزيـــداره راځي

د ميدانـــونـــو جــل پــري ئې جــل نيـــولې ښکاري
دا ابـاســـين ځکه پـه منــډه لـــه کوهســــاره راځي

Friday, August 13, 2010

خپله خاوره

څلــور قــونجــه دنيا کښې په مــا ګرانه ده دا زمـــکــه
دا ځکه چې سـلطانــو کښې سـلطـانه ده دا زمـــکــه

زمــونـږه د تـــړون مــــزي اومــــۀ نه دي پـــاخــــــۀ دي
زۀ يـمـــه د دې زمـــکې نــه،لـه مــــا نه ده دا زمـــکــه

دا هم ده چې بې شمـــېره ملغلري لري تـــــل کښې
دا نـــۀ ده چې په تلــــه کښې ارزانـــــه ده دا زمـــکــه

دا ســــازو ته ســــازونه دي ګلــــرنګــــو ته وږمــــه ده
چې وران ګوري په هــغــو باندې ورانـــه ده دا زمـــکــه

تيــــارې که له هــر لوري راخورې شي تر وږمے شـي
د مـيــــانـدو په دعــــا باندې روښــــانــه ده دا زمـــکــه

دا خـــــاوره زېـــرول بـه هــســې ځـــان زهـــيـرول وي
په ټــــولــــو روحــانــي خــويـونـو خـــانه ده دا زمـــکــه

رســــا لـــۀ ســـــکنــدره،لـــه اورنـګــه تـــر فـــــرنـګــه
پيــــاوړې پــه تـــاريخ کښــې را روانــــه ده دا زمـــکــه

زۀ هسې په شمله کښې د غـــانټول ګلــــونه نۀ ږدم
راغـــــلـې مـــې بــابــا تــه د بــابــا نــه ده دا زمـــکــه

سپوږمۍ او ستوري څۀ کړې چې دا نمر به ورله راوړم
زړګــي ته رانـــزدې مې لـه جـــانـــانـــه ده دا زمـــکــه

تاريخ په دې ګـــواه دے د چا ور ختــه پــرې نــۀ شـــي
ســاتلـې فــرښتــو تــــل له اســـمانــه ده دا زمـــکــه

هــــر څـو کـه په ظــاهــــره بـې زبــانــه ده دا زمـــکــه
مـــــدام د ابــاســـين غـوندې ګــويــانـه ده دا زمـــکــه

(اباسين يوسفزۍ)

Telawat Shah Azaad

via IFTTT