Showing posts with label خاطر اَفريدې. Show all posts
Showing posts with label خاطر اَفريدې. Show all posts

Thursday, October 21, 2010

اول مې سترګي ستا په تلو پسې تلې

اول مې سترګي ستا په تلو پسې تلې

کله په نورو معشوقو پسې تلې

اخر ګوزار شوې له ګړنګ زړګيه

د هوسۍ سترګې په کتو پسې تلې

تا پټېدل زده کول ته يې پټ کړې

زړګيه ته رانه د غلو پسې تلې

دا ستا د مخ شمعه چې بله شوله

لمبې زما د زړه په سوو پسې تلې

په زړه زخمي کړو ستا لېمو، که نظر

د وينو کرښې په بڼو پسې تلې

اوس يې زغمه دا غټ غمونه مدام

زړګيه ته چې په وړو پسې تلې

دا بې اختياره چې نن ما وخندل

لمبې مې ستا په مسېدو پسې تلې

خاطر دې زړه لره نږدې درغی

څو به يې لرې په ويشتو پسې تلې

Wednesday, October 6, 2010

دا ستا په سترګو کې به څه پاتې شی

دا ستا په سترګو کې به څه پاتې شی
رقيبه يار کې مې په خوله پاتې شی
يو ځلې نېغ په دې لار تير شه اشنا
چې دې کاږه واږه کاته پاتې شی
پر دې مزدور سهر وختی پا څيږی
د شو ګير و مين او ده پا تې شی
افسوس چې ستا په خيال به څه ښکارمه
د غه ارما ن به مې په زړه پا تې شی
و ستا يه تل د يا ر تر خه خا طر ه
چې په کتاب کې دې خواږه پاتې شی

Telawat Shah Azaad

via IFTTT