Thursday, October 21, 2010

اول مې سترګي ستا په تلو پسې تلې

اول مې سترګي ستا په تلو پسې تلې

کله په نورو معشوقو پسې تلې

اخر ګوزار شوې له ګړنګ زړګيه

د هوسۍ سترګې په کتو پسې تلې

تا پټېدل زده کول ته يې پټ کړې

زړګيه ته رانه د غلو پسې تلې

دا ستا د مخ شمعه چې بله شوله

لمبې زما د زړه په سوو پسې تلې

په زړه زخمي کړو ستا لېمو، که نظر

د وينو کرښې په بڼو پسې تلې

اوس يې زغمه دا غټ غمونه مدام

زړګيه ته چې په وړو پسې تلې

دا بې اختياره چې نن ما وخندل

لمبې مې ستا په مسېدو پسې تلې

خاطر دې زړه لره نږدې درغی

څو به يې لرې په ويشتو پسې تلې

No comments:

Post a Comment

Telawat Shah Azaad

via IFTTT