Wednesday, October 13, 2010

دې باغ ته د د نيا داسې انسان را غلې نه دې

دې باغ ته د د نيا داسې انسان را غلې نه دې
چې بيا ترې په افسوس او په ارمان وتلې نه دې
ليکن هغه نيکا ن نۀ لری هيڅ په زړه ارما ن
چې نفس ئې د ګناه په نجاست لړلې نه دې
او بل هغه زلمې چې ئې خدمت دوطن کړې
تکليف د قام د پاره ئې تکليف ګڼلې نه دې
که تۀ هم ارزومندئي چې دې پاتې ارمان نۀ شی
ژوندون ته د دنيا دې جاود ان و ئيلې نۀ دې
نو پا سه اې پښتونه څۀ خدمت د وطن وکړه
غدار دملک وقام چا په انسان شميرلې نه دې
نور خوب دبې غمۍ مۀ کوه پا سه رابيدار شه
چاخوب دبې غمی کښې څه دولت مُندلې نه دې
دناستې په دُعا کښې دې اثر نشته تر هغې
په ملا چې کمر بند دې د عمل تړلې نه د ې
په غار کښې پروت زمرې دشل ګيدړسره يوشان دې
تر څو چې په ځنګل کښې دې په ښکار وتلې نه دې
مجنو نه دليلی زلفې به درنۀ شی په ﻻس
تر څو چې ورپسې دې بحروبرکتلې نۀ دې
ستاﻻفې دروغژنې دی په فن دعاشقۍکښې
چې سر دې په تيشه لکه فرهاد وهلې دۀ دې
بازی چې ئې دسرنۀ ده پۀ ډيس دعمل ايښې
هغه کس چرې داؤدکاميابۍ ګټلې نۀ دې
کوم قام ته چې خپل مال وسر خواږه وی له عزته
هغه په منا ر و د تر قۍ ختلې نۀ د ې
کوم باغ چې نهال شوې د محنت په خولو نۀ وی
په سيوری د آرام ترې چا ثمر خوړلې نه دې
يوعلم بل هنردې چې وطن پرې پورته کيږی
بې علم وبې هنره چا ﻻئق بللې نۀ دې
د علم ترقی کيږی هميش په خپله ژبه
ماڅوک په پردۍ ژبه بهره مندليدلې نۀ دې
خدمت د خپلې ژبې لوئې خدمت دملک وقام دې
د ښمن د خپلې ژ بې زمانې پا للې نۀ د ې
نشان دپښتنوبه نۀ شی پورته په دنيا کښې
تر څوچې دپښتو ژبې مغراج ليدلې نۀ دې

No comments:

Post a Comment

Telawat Shah Azaad

via IFTTT