Sunday, September 5, 2010

ستــا د زلـفــو تـصّــور مې سلسلـه د غـــم اوږده کـــړه

ستــا د زلـفــو تـصّــور مې سلسلـه د غـــم اوږده کـــړه
اوس به ستــا بڼـو ته ګـورو،که کوتـاه ئې دا قصّـه کــــړه


زمــا اوښـکـو ســـوال کـولــو،يـو پـه يـو پـه ويــره ويـــره

چې پيدا ئې حوصله شـوه،يو نـاڅاپه ئې شيبـــه کـــړه


اے زمــا پريشانــه فکـره،تير له زلـفــو شه رخســـار تــه
هم په دې تورو تيرو کښې را پيـدا سپينــه غرمــه کـــړه


زما زړۀ ستـا پـه ککو کښې څه معيار د مستۍ جوړ کـړ

چـې دا ګـرد جـهــان ئـې يـــاره،يــوه تنـګـه دائــره کـــړه


د آشنــا کوڅـه کښې ښکاري،راته خپـل پخوانـي پلونـه
زۀ په خــود شـوم نـۀ پوهيږم،کـه غلطه مې کوڅه کـــړه


مـعـلـومـيـږي پس لـه دې شــوه،دروازه د تـوبـې پـــورې

نن ساقــي د ميخانې نه چـې راتـه پــورې دروازه کـــړه


چې تــا نـۀ وينــم کـوم ئې،چې تــا اووينــم شــړم ئـې
آشنــا تــۀ خـو زمــا نۀ شــوې،مــروره مـې تـوبــه کـــړه


دا خـــبـره خــو جـــدا ده کــه مــــا نـــۀ وي آوريــدلــــې

تا خـبـرې کـړې ناصـحـه،مــا بـه ورو ورو درتـه ښـۀ کـــړه


سپرلــي تيـــر نـۀ وو اے رنـده،تـا د زهــد سـامــان راوړو
د تسپـــو زنځـير دې بنــد کــړم،زړه وره دي تـوبـــه کـــړه


زۀ که مست ومه هـمــدمـه،خو کـوڅـه د ښکلي يــار وه

تـۀ زمــا پـه تمــاشـه وې،مــا څـه نــوره تـمــاشــه کـــړه


تا زما بې قرار زړۀ ته،چې سکون په عشق کښې ورکړو
کيميا ګر ئې چې په اور کښې،را حصــاره دي پــاره کــړه


دا سنــګار خو زوړ رواج دے،دا داغــونه پــه ښائست دي

سادګـي د حســن روح دے،آئينـې نه ورشــه زده کـــړه


تــا بـه تـل د دې ارمــان کـړ،يـار اودۀ په خواږۀ خـوب دے
حمــزه ولې پــه لـرزان شوې،وس راويښه حوصله کړه

No comments:

Post a Comment

Telawat Shah Azaad

via IFTTT