که ملاکنډنه پريوزم خير دې
ستادنظره مِ دِ خدائې نه غورزوينه
دهرچاځان ځان له اَرمان وی
دچاپوره دچانِمګړې پاتې شينه
ارمان ځماخاورې ايرې شولکه چې خاورې شی خزان کښې سره ګلونه
بيوفا هله راته وايه
چې ته لوګې شې زه لمبه نشم مئينه
ماته په مينه مينه ګورهچې غمازيانو باندې بل شی سره اورونه
اور دهجران راته بليږیدزړه قطرې ورباندې رو رو پخؤمه
دهشنغر دميرو ګلهکړې مِ څله د ديدن اوږې دِ يمه
دهشنغر دميرو ګلهلاره چې بئيله رانه نه کړې مړ به شمه
کړی لوظونه دِ ټول هير کړلچې په نکريزو باندِ سره دِ کړل لاسونه
په ځان مِ شک شی جوړ مئين شومچې څوک درګوری په ما بد لګی مئينه
زړه مِ په تا باندِ مئين دېتمامه ورځ ستا د راتلو لارې سارمه
زړه صبرؤم کله صبريګیتاچۀ شراب دبې صبرئې راکړی دينه
dair kha,
ReplyDeletedairay khay tapay de lekhalay di.
ReplyDeleteجينئ کږه شوه ماته نه شوه
د کنډې مور ورته غوړي ور کړي دينه
جينئ کږه شوه ماته نه شوه
د کنډې مور ورته غوړي ور کړي دينه
هلکه لوئ شۍ برخوردار شۍ
روزۍ ده پلار شۍ ځه دۍ تش ديدن کومه