دَ لـويـو لــويــو قــدرتــونــو ربــه
يـو تمنــا ده اورېـــدے شــې کنــه
يو اسوېلے دے درلېږل ئې غواړم
هسې نَه؛تاته مو ژړېدل کفر شی
زۀ دلتــــه دا لَــړَمــانـــان ژاړم
هلتـــه دَ هغـــه خامـارانو خـوراک
ستا دَ سنګېنو فَېصلـو نه قربان
ؤلې حَېران يم؛ کوم قانون ؤمنم
کاڼــے هـــــم نفــس پــورې تړلے شمه
خلـۀ مــاتـــه ښـــه ده خـــو ګنـــډلـــے نـــۀ شـــم
ستا دَ رضوان پۀ منارو مې قسم
دَيوې چغې اجازت راکړه
يـو تمنــا ده اورېـــدے شــې کنــه
ستا دَ سکڼی سکڼی ماښام نه لوګے
دَ چا دَ زړۀ لوګے لېدے شې کنه
ستا دَ سېلو او طوفانونو پۀ مخيو اسوېلے دے درلېږل ئې غواړم
ستا دَ چپو چپو سېندونو پۀ نوم
لېمۀ راډک شو سَسَؤل ئې غواړم
هسې نَه؛ اُف لۀ خلې وېستل کفر شیهسې نَه؛تاته مو ژړېدل کفر شی
ستـا دَ جنــت دَ نعمتـونـو نـه ځـار
زۀ دلتـه اوږی پـۀ جهــان ژاړم
ستـا دَ دوزخ لـــۀ لَـــړَمـــآنـــو تـوبــــهزۀ دلتــــه دا لَــړَمــانـــان ژاړم
دلته دَ ګېډې دوزخ تش ګرځــوو
هلته شو ستا دَ دوزخونو خشاک
دلتـــه دَ دغــه کســابــانــو خــوراکهلتـــه دَ هغـــه خامـارانو خـوراک
نۀ مو ځان تور کړو او نۀ سپېن پاتې شُو
نــۀ دَ دنيــــا شــو نــــۀ دَ ديــــن پاتــــې شـــو
ستا دَ سنګېنو فَېصلـو نه قربان
ؤلې حَېران يم؛ کوم قانون ؤمنم
تۀ خو دې خپل قارون پۀ زمکه منډې
زۀ دې پۀ سر باندې قارون ؤمنم
ستـا پــۀ رضــا زمــا رضــا ده ربــه!کاڼــے هـــــم نفــس پــورې تړلے شمه
چې بل ښامار پۀ خزانو ووينم
آخــر انسـان يـم؛ څـنــګــه غــلے شمه
راډک شــــــو زړۀ اېســارَؤلــے نــۀ شـــــمخلـۀ مــاتـــه ښـــه ده خـــو ګنـــډلـــے نـــۀ شـــم
ستا دَ جنت پۀ طمع طمع چې مری
دَ هغه اوږو پۀ سلګو مې قسم
پۀ دې دوزخ کښې ئې نور نۀ شم لېدےستا دَ رضوان پۀ منارو مې قسم
يا خو دَ زمکې پۀ دې ارته سينه
ماته خپل ژوند زما جنت راکړه
يا دَ نهر دوزخی مرګ نه مخکښېدَيوې چغې اجازت راکړه
چې دا ستا اوږی ستا پۀ خوان ماړه کړم
يا په خپل ځان باندې کارغان ماړه کړم
Zama da Ajmal Baba shayeri dair khwakha da, da Ajmal Baba ba sa way,
ReplyDeleteKhuday de JANNAT naseeb ki (Ameen)