چتی پشان پنجو کښې دا پورته آسمان مه نیسه
کانړی د کمال به د هنر په سیند کښې مومې
دلته د ژوندون هره لحظه به غنیمت ګڼې
ته د خپل همت په محور وخت ته ګردش ورکړه
توان دې ځما دل کړو د وحشت د حده تیره شوې
چرګ په شان وزر ډډ په دیوال او دالان مه نیسه
سوچ فکر احتیاط ځان سره مل کړه پسې منډه کړه
لاره کښې د غل په شک شریف د ګریوان مه نیسه
کانړی د کمال به د هنر په سیند کښې مومې
سترګې معجزو ته په طرف د اسمان مه نیسه
دلته د ژوندون هره لحظه به غنیمت ګڼې
دلته کښې په زړۀ کښې بې بنیاده ارمان مه نیسه
ته د خپل همت په محور وخت ته ګردش ورکړه
ځان خپل په مکان کړه څه امکان د زمان مه نیسه
توان دې ځما دل کړو د وحشت د حده تیره شوې
نور خو بې وسۍ زما شلیدلے ګریوان مه نیسه
No comments:
Post a Comment