Thursday, March 15, 2012

د ستــم بـــادونــه راولــه فلــــکـــه

د ستــم بـــادونــه راولــه فلــــکـــه
ما د زغم خیمه په دې میدان کړه لکـه

نن د ستا د بې رخۍ سره په زد شوه
اوښکه راغله په لیمو کښې مې شوه کلکه

عاشقئ او یارانې په لوګو نه شی
څو د زیست د بلا خیټه نه وی ډکه

څه نصیب څه په میراث کښې پاتے نه وو
څه مې تا څه مې دنیا کړه برخه ورکه

لکه کانړې چه بې ځایه شی نو سپک شی
داسی سپک شوم پښه مې نه لګی په زمکه

د دنیا په مخ به څه هغه سړې وی
چه د چا په کور کښې ښځه شی ملکهٍ؎

زه فیروز درسره هسې کلی جاړم
ګنی نه مې دلته کور شته نه کوډکه
 
 

No comments:

Post a Comment

Telawat Shah Azaad

via IFTTT