Monday, August 30, 2010

رنګين غوندې لمسون کړي شفق بېزې سترګې ستـا

رنګين غوندې لمسون کړي شفق بېزې سترګې ستـا
موجب مې د شبګير شوې سحر خېزې سترګې ستـا

دا څنګه بـې وفــــا شـوې پښـتنـې پس لــه وعــــدې
پيــغـــور هـم ټيټې نکړلـې انګــرېـزې سترګـــې ستــا

ســــرور او کيـفــيت مـې ستـــا له قهـره شي سېـــوا
مستــي د مـئيـو راکانــدي خــونرېزې سترګـــې ستــا

احبــاب مې رنګ ته ګوري سپين او سـور او زيړ او تــور
دا چــارې تـل په مــا کـوي رنګــرېزې سترګـــې ستـــا

حـــيران يــم د کــمـــترې دي د بــــاز که د شــــاهــين
زړګے په يــو نظــر ســره وړي تېزې سترګــــې ستــــا

مـــلکــونــه يــې د زړونـــو کـــړه تــالا پــه هـــر طـــرف
کاتـۀ څنګه معصـــوم کوي چنګــېـزې سترګـــې ستـــا

حـمـــزه بې نــواحۍ کښې څومـره ښــوږ دے کيفيت
وس نـه اوړي يو طرف هم غم انګېزې سرګـــې ستـــا

No comments:

Post a Comment

Telawat Shah Azaad

via IFTTT