وم چې ارمــــانـي ئې د ليــدو اوس مې ليمـــه شـــو
ګــــورم مخـامـخ ورتــه خـو چغــې کـړم چې څه شـــو ستـــا شـوخــو، کتــو مــې نـه وې اوښـکـې پارولـــې
دا زمــــا ليمـــو کښې ستـــا نظـــر اوبــه اوبـــه شـــو حســـن ئــې آشنـــا ستـــا د کـکــو را پيــدا نـــۀ کــــړ
څــه که هــر يو څاڅکے مې د اوښکـــو لکه زړۀ شــــو نـــۀ چــې رانـــۀ لاړې زمــــا زړۀ دې ولـې پـريـښـــــود
څـه غضب دې اوکـــړو تصــّـور دې هم پـه تلــــۀ شــــو خلــق په محفــل کښې ګوري يو بـل ته مسکــي دي
ذکــــر مې د چــا کړو د چـــا نوم زمــــا په خلــه شــــو اے زمــــا مــاشـــوم ارمـــــانـه بـدې ورځـې پــريــــږده
يــــار دې اســـويلـــئ وه د هـــوس چه لاړو ښۀ شـــو اوښکه چې د ذړۀ په تل کښې پاتې شوله ژوند شوه
څاڅکي چې ميشته شو په صدف کښې هله شته شو ښـــکاري چــې صبــــا ورتــه 'شـميــم' د زلـفـــو راوړو
جـمــــع زړۀ پريـشــــان د شــوګـيــــرو لاړو اودۀ شـــــو زړۀ دې کــه حـمـــزه وه يــو سـتــــانـــه د ارمـــــانــونــو
پريـږده که ستــانــه وه، خو ستــانـه وه چې ستـــا نه شو
No comments:
Post a Comment