Saturday, August 28, 2010

د بد ا منۍ چپه خو ره د ه د و طن په سيمه

د بد ا منۍ چپه خو ره د ه د و طن په سيمه

دتحفظ احساس نابوددې زمونږخپل کلی کښې


د چا عز ت د چا غير ت د چا د نيا د وړه شوه

د غسې اورو داسې کيږی ديو بل کلی کښې


اوس هغه مينه مينه نشته نفرتو نه دی ټول

ګودر تاﻻدې ورشو شړه ده په ګل کلی کښې


تيرې خورې دی ﻻپه مونږه تيارۀ کيږی نوره

مونږ ښۀ اودۀ يونۀ پوهيږو د تيرو کلی کښې


د ا توره شپه څه اوسنۍ نۀ ده ملګروپه مونږ

يو ې مود ې نه پاتې کيږو د تيرو کلی کښې


ښاپيرک کله په مفهوم دسپين سخر پوهيږی

خاندو ديوبل پورې چې لويږودتيروکلی کښې


مينه خفه ده مر و ر ه چر ته لر ې تلې

زړونه تور يږی اوتر مينځه فاصلې زيا تيږی


شيطانان ټول دی ايله شوی نخوست خوروی

ﻻرو کوڅو کښې ديارانو وينې سرې بهيږی


هر کور کښې وير او ژړا ده د مرګي نڅا ده

د انسانانو هديرې دی چې پۀ مونږ پلنيږی


کله مذ هب کله د قوم کله د ژ بې په نو م

چړې په ﻻس ګرځو د نيا نه اَد ميت ختموؤ


بياچې په هيره هم څوک نوم دمسلمان وانخلی

مو نږ داسلام اسلام په غږ اسلاميت ختموؤ


په دشمنانو باند ې زيرې اُکړۍ کار ئې اُو شو

خپله يو بل وژنو هم خپل مرکز يت ختموؤ


لونديږی خلۀ پخپلوﻻړو زمونږ خلې اوچې دې

څۀ ترخې ورځې ترخې شپې دی نن په مونږراغلې


څوک دی چه ويلې له وطنه دنفرت واؤرې کړی

لکه د نمر په پلو شو کړی دغه سيمې ښکلې


راکړی سبق ديووجو دخو اره واره راغونډکړی

يوځلې بياپه دې دنيا کړی مونږه ياد ښاغلې

1 comment:


  1. مينه خفه ده مر و ر ه چر ته لر ې تلې

    زړونه تور يږی اوتر مينځه فاصلې زيا تيږی


    Aseer Saib pa Wallah che Reshtiya mo lekhali

    ReplyDelete

Telawat Shah Azaad

via IFTTT