Saturday, January 21, 2012

کرزی: افغانستان د بهرنیانو د 'سیاست ازموینې' ځای نه دی

افغان ولسمشر حامد کرزي د ملي شورا د تقنیني کال د پرانیستو پرمهال جمهوري نظام د خلکو په ګټه وباله.
نوموړي وویل ''په تېرو ۴۰ کالو کې زموږ په هېواد کې ګڼ سیاسي نظامونه وازمایل شول. موږ هېڅکله اجازه نه ورکوو چې زموږ په هېواد کې یوه بله سیاسي ازموینه وشي. زموږ نظام د خلکو په غوښتنه او د هغوی د ګټو پربنسټ جوړ شوی دی.''
کېدای شي د ولسمشر کرزي د خبرو مخاطب په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو ته د ولاړ او ماتې خوړلي عبدالله عبدالله وي چې ویل یې که بريالی شي نو د افغانستان اوسنی سياسي نظام به په پارلماني هغه بدلوي.
حامد کرزي پارلماني نظام د هېواد په زیان وباله.
ښاغلي کرزي د ملي شورا د تقنیني کال د پرانیستو پرمهال په افغانستان کې روانه جګړه د هغه په ټکو د پردیو په ګټه وبلله، خو وویل چې د حکومت له اصلي مخالفانو سره یې د سولې په تړاو ګټورې خبرې کړې دي.
د حکومت له مخالفو وسله والو (طالبانو او اسلامي حزب) سره حامد کرزي د حکومت خبرې ګټورې وبللې، خو یوځل بیا یې له وسله والو پر ځمکه د کېښودو غوښتنه وکړه:
'هغه کسان چې په جګړه اخته دي، دا جګړه د پردیو د منافعو لپاره ده، خو افغانان او د افغانستان خاوره پکې سوځېږي. د پردیو توپک دې کېږدي او د افغانستان د ارامۍ او امن لپاره دې هڅې وکړي.''
ولسمشر کرزي وویل چې د سولې د بهیر او مذاکزاتو څښتن یوازې د افغانستان ملت دی، چې هېڅ هېواد یې مخه نه شي نیولی.
حامد کرزي له طالبانو سره د سولې خبرې ګټورې وبللې، خو په وینا یې د ده له تمو سره سمې پرمخ نه ځي:
''د افغانستان هیله دا وه چې طالبان به پخپل هېواد کې دفتر پرانیزي، او یا هیله دا وه چې د ترکیې یا سعودي عربستان په ګډنون په یوه اسلامي هېواد کې دفتر پرانیزي. خو دوی په قطر کې د روغې جوړې لپاره د دفتر جوړېدو هیله وښوده، چې موږ یې مخالف نه یو.''
کرزي وویل چې یوه میاشت وړاند یې له پاکستانه کابل ته د اسلامي حزب له پلاوي سره د صمیمیت په فضا کې د سولې په تړاو خبرې وکړې.

لاسته راوړنې

ښاغلي کرزي وویل ''په تېرو څو کالو کې د افغانستان معارف ډېره وده وکړه، چې د زده کوونکو شمېر اته نیم میلیون او د ښوونکو شمېر ۱۹۲ زرو ته ورسېد.''
نوموړي ژمنه وکړه، چې حکومت یې متوازنې ودې ته پام کوي.
نوموړي دا هم وویل چې ''د عامې روغتیا په برخه کې د میندو او کوچنیانو د مړینې کچه د تېرو کال و په پرتله د پام وړ راټيټه شوې ده.''
د افغانستان ولسمشر وویل، له اماني دورې راهیسې د هېواد شاوخوا ۵۰۰ استادان او محصلین د افغانستان په پیسو هند او ترکیې ته د لوړو زده کړو لپاره استول شوي دي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې حکومت غواړي بهرنیو پوهنتونونو کې د افغان ممتاز استادانو او محصلینو لپاره په راتلونکې کال کې ۵۰۰ میلیون افغانۍ نوره بودیجه زیاته کړي.
حامد کرزي وویل افغانستان به هڅه وکړي، چې هر کال بهر ته ۱۰۰ ممتاز استادان او محصلین د لوړو زده کړو لپاره واستوي.

No comments:

Post a Comment

Telawat Shah Azaad

via IFTTT