Thursday, January 26, 2012

چاته ګلُر خ ساقی دسرو مئيو جامونه ورکړل

چاته  ګلُر خ   ساقی دسرو مئيو جامونه ورکړل
چاته   بې  درده  زمانې  ښکلی   غمونه  ورکړل
ما  ژړَوی   د  بې   ا نصافه  سما ج  دا  رسمو نه
پښتنې   مينې  تۀ ئې  څومره   تکليفونه  ورکړل
چرته پردوکوڅوکښې ګرځی  شهزادګئۍ  فقيره
چا ته  ئې  د زرو  بې  حسا به   انبارونه   ور کړل
څوک دِکړودومره غريب وائی چې پيدانۀ وې زۀ
څوک  چې  پيداشول ورتۀ سم دِ محلونه ورکړل
چا درنه   نۀ   غوښتې  دحُسن  دِ  تُحفې ورکړې
چا  چې  غوښتلو  په   ژړا  دِ    اَرمانونه  ورکړل
څوک ئې په فکر دَعزت کړوڅوک دزروپه خيال
انوره!  چاته  ئې  دپاکې  مينې  زړونه  ور کړل

No comments:

Post a Comment

Telawat Shah Azaad

via IFTTT