Saturday, January 28, 2012

اقبال نسيم خټک

ويره   دِ  نۀ  کوی  هرګز چې  څوک   کری  ګلونۀ
لاس به ئې وی تل په وينوسرۀ چې شوکوی ګلونۀ
خپل خپل قسمت دې ګنې مونږ دچانه کم خو نه يو
چا ته    ګلو  نۀ    شی  ازغی   چاته  ازغی  ګلو نۀ
نو ر   دِ ماليار  په  قلار  کينی  ځان  دِ نه کړه وی
چې  په  ښائست  کښې  شرموی  ستااننګی ګلونۀ
څوک خو ئې پوهه کړئۍ په دې چې ګل په پام بوينوی
نا ز کې   شونډې  به  ئې  چرته   کړی  زخمی   ګلونۀ
چې  خوشبوئی  دچاديار زماد  فن ښکلاشوه
ښکاری د حال نۀ ؤو خوشبويه دماضی ګلونۀ
چاته غصه شی تکه سره شی چاته سره په خندا
په  چا  اورونه  بلوی   په  چا   شيندی  ګلونۀ
سترګې دِ ډکې ډکې کيږی داسې ښکاری نسيم
دَ  زړه  زخمو نه  دِ   سحر  سحر  چيړی  ګلو نۀ

No comments:

Post a Comment

Telawat Shah Azaad

via IFTTT