Wednesday, January 25, 2012

په لاهور کې وړیا درملو ۷۰ ناروغان مړه کړي دي

د پاکستان د پنجاب ايالت مرکز لاهور په يوۀ حکومتي روغتون کې د وړيا درملو د خوړلو له امله د مړو شوو شمېره لوړه شوې ده.
د چارواکو په وينا د زړه د ناروغانو پۀ دې روغتون کې د مړو شوو شمېره اوس ٧٠ ته لوړه شوې.
د دوايانو د هغه کمپنۍ مالکان چې بيگاه نيول شوي وو، د محکمې لخوا پوليسو ته د پلټنو لپاره سپارل شوي دي.
حکومتي چارواکي واي ي تر دې دمه له ۳۵۰ زيات کسان چې دې روغتون څخه ترلاس کړو دوايانو په وړاندې ېې حساسيت ښودلى ، نورو روغتونونو کې داخل کړى شوي.
د پنجاب ايالتي حکومتي د پلټنو په لړ کې د کارول شوو دوايانو نمونې بهر ته لېږلې دي، او وايي تر هغې چې ددې نتيجه نه وي راغلي په دې اړه پۀ پرېکنده ډول څه نه شي ويلى.
ددې نه علاوه حکومت د زړه ناروغۍ لپاره کارېدونکو دوايانو په کارونې بنديز لگولى دى چې د پنجاب د زړه د ناروغانو د روغتون لخوا ورکول کېدې.
بل لوري ته د پنجاب په ايالتي اسمبلۍ کې مخالفې ډلې د اعلى وزير شهباز شريف د استعفى غوښتنه کړې ده.
هغه کسان چې ددې دوايانو د کارونې له امله مړه شوي دي د کورنيو غړو يې د روغتون نه د باندې مظاهرې کړې دي.

No comments:

Post a Comment

Telawat Shah Azaad

via IFTTT