Thursday, February 16, 2012

بيايا دونه په سينه کښې په چپودی

بيايا دونه په سينه کښې په چپودی
بيا د سترګو سيلابونه  په  ختودی
هراندازئې  دِلفريب  د ې خوزړګيۀ
دامعصوم معصوم کتل ئې دکتودی
د ر نړ الارې  به کومې پورې سارو
دَ دا غونو  سلسلې   تلې  ترڅو دی
بورا ګانو!  دسپرلی  لمنې نيسئۍ
دَ ګلونو  قافلې  ګورې  پۀ  تلودی
دَديدن غرونه سوری نۀ شوشيرينې
خپل سرونه مو وهلی په تيشودی
هريوزخم موسينه کښې فريادی دې
او مو نۀ وې  خوقصې داوريدودی
دوفازمکې خړوب نۀ شوې اعظمه
ډيرې وينې موورکړی دزړګودی

No comments:

Post a Comment

Telawat Shah Azaad

via IFTTT