Friday, April 27, 2018

ما انتظار کې ټوله شپه اوخوړه

ما انتظار کې ټوله شپه اوخوړه
 تا لیوني خپله وعده اوخوړه 
 ما ویل چه ډیر څه به اشنا ته وایم 
ستا یو کتو رانه قیصه اوخوړه 
. د یار سرو شونډو وارخطا غوندې کړم 
لکه پتنګ مې سره لمبه اوخوړه .
 . لکه ماشوم په چغو سر یم ژاړم
 نن مې په مینه کې دوکه اوخوړه
 قراره بس که راپخلا شه کنه
. . د هجر شپو مې حوصله اوخوړه

No comments:

Post a Comment

Telawat Shah Azaad

via IFTTT