Wednesday, September 1, 2010

د د نيا د سود د پاره غمګين مه شه

د د نيا د سود د پاره غمګين مه شه
غم د دين او د ايمان که بې دين مه شه
هر ګر ه ګره کشا لر ې کم بخته
نا اميد له خدايه غوټه جبين مه شه
ډير خفت دې دارنده چه خوشه چين شه
څو د اب و دانه شته دانه چين مه شه
هرمارغه چه دبل غوښه خوری مرداردې
لکه زاڼړه ځان حلال که شاهين مه شه
د زرې په څير افتاب په طلب ګر ځه
لکه تيږه هسې پروت په زمين مه شه
ار په تش لستونړی نه شې بې د لا سه
لاس په توره که بې لاسه استين مه شه
عا شقی او خود بينی دی سره لر ې
که طلب د عاشقئې وې خودبېن مه شه
په خپل کور کښې د سفر دې که پوهېږې
مسافر د هندوستان او د چين مه شه
خپل تابوت درته ولاړ زين کړې اس دې
ته په زبر مه د بل اس او د زين مه شه
چه تقوَ یَ د يانت نه لری رحما نه
د دې هسې همنشينو نشين مه شه

1 comment:

Telawat Shah Azaad

via IFTTT