Friday, January 27, 2012

ماسټر شېر افضل

څوک وائی ﻻړشه امريکې ته چې دې پېټې د غم سپک شی
څوک مې روس پله  راکا ږی  چې ښکا ره لور  او څټک شی
په دې يو کښې  غضب  دادې  چې سړې شی  په کښې  ښځه
په دې بل کښې  نخره داده چې جېنئۍ  په  کښې هلک   شی
په دې  يو کښې  پرلت لوئې شی  ګيډه لويه  شی چاټۍ  شی
په  دې  بل  کښې  خاو رې  کنی بنيا دم  په کښې  منږک شی
چا  تپوس  ا وکړ و  د ا و ښ  نه  لو  ړ ه  ښه  د ه  که   ژ و ر ه
و ې  هو ار ه  راله  ښه  ده  دوې  دواړو  دې  رنګ  ورک شی
نه  ما سکو  نه  وا شنګټن  دې  ده  کعبه  ددواړومينځ کښې
پو له  و ينی  کيل  کښې  څملی  چې  غو ئې  کله  اړک  شی
چې   د   هر   څه   نه   ا فضل  د ې   لا ا له  ا ا لله   د ې
هر  سړ ې  د ې  پر ې  ا فضل  يو سفزې  ا و که  خټک  شی

No comments:

Post a Comment

Telawat Shah Azaad

via IFTTT